ډ گر وال الحا ج الله داد خا ن سلطا نزی - Sultansei

Direkt zum Seiteninhalt

Hauptmenü:

بسم ِ‌الله اِ لرَّحمٰن اِ لرَّحِيم
لاَ اِ لهَ اِ لاَّ الله محّمد رسُول الله



د متقاعد ډ گروا ل ار واښاد الحا ج الله داد خا ن سلطا نزی ځدرا ڼ لنډ ژوند لیک


متقاعد ډگروال الحاج الله داد خان سلطانزی ځدراڼ د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم یو نامتو ولسي مشر او د پخواني پاچا دواکمنی پیاوړي پوځې قوماندان د ورپیښي شوی اوږدې ناروغی له کبله د ١٣٨٣ لمريزهجری کال د چنگاښ دمياشتي په ٧ نيټه (۲۰۰۴ ع کال د جون د میاشتی په ۲۷) د ۸۴ کالو په عمر د جرمني په هیواد کې ددې نړۍ څخه د تل لپاره سترگې پټې کړې.

اِ نا لله و اِ نا الیه راجعون

د خدای بښلي جنازه د جولای په شپږمه نیټه دده په پلرني هدیره ځدراڼو کی خاورو ته وسپارل شوه
روح دی ښاد وی

د خدای بښلي جنازې په مراسمو کې د پکتیا ولایت څو زرو کسانو، گڼ شمیر پوځي ځواکمنو، ولسي قومي مشرانو، نامتو ملي شخصیتونو او د هغه ځای ولسوال برخه اخیستي وه.

د خدای بښلي فاتحه د جولای میاشت په اتمه نيټه ۲۰۰۴ کال د کابل وزیراکبرخان مینې په جومات کې واخیستل شوه چي د گڼو نامتو دولتي او فرهنگي شخصیتونو برسیره پخپله ولسمشر ښاغلي حامد کرزی هم پکی برخه اخیسته وه

خدای بښلي ډگروال الحاج الله داد خان سلطانزی ځدراڼ د جنرال سلطان محمد خان ځدراڼ زوی په ١٢٩٩ لمريز هجری کال د تلي دمياشتي په ٢٣ نيټه ﴿١٥ د اُ کتوبر د١٩٢٠ عيسوی کال﴾ د پکتیا ولایت د ځدرا ڼو دښواک ولسوالی مزای قوم په یوه ډیره دینداره او درنده کورنۍ کی زيږ يدلي دی چی د نوموړې قوم مشرتوب او ملکي د لس ګونو کالو را پدی خوا دده پلار او نیکه ته ورپاتی شوی ده

خدای بښلي لومړی دینی زده کړه د خپل پلار جنرال سلطان محمد خان او د هغه ځای د مدرسی نامتو ملایانو څخه کړی ده. کله چی دده پلار په گردیز کی پوځی قوماندان وټاکل شو نو هلته يی لومړی ښونځی سرته ورسوله.
هغه مهال چی سپهسالار سردار محمد نادرخان پاچا شو نو پخپله مرحوم الله داد خان او د پکتیا ولایت دنورو مشرانو او ملکانو زامن یې راټول او د احضاریې ښونځی ته ئی ونیول.

منځنۍ زده کړه یې د رشیدې په ښونځي او لوړه زده کړه یې د کابل حربي پوهنتون کې چي د ترکې مسلمان هیواد داستاذانوله خوا لوست او زده کړه ورکول کیده ترسره کړه

په ۱۳۲۷ لمریز هجری کال کې د لوړو مسلکي زده کړو لپاره برتانوي هند ته ولاړ او د پوځي پیاده مسلک په 
برخه کې د یوه کال زده کړې نه وروسته بیرته بریالی هیواد ته راستون شو

خدای بښلي ۳۴ کاله د پوځي منصبدار په توگه د اردو په ونډه ځواکونو او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د 
عسکری مقدسه دنده د دین او د وطن په خاطر په پوره ایمان، صداقت او ملي غورځنګ سره تر سره کړی ده چې د نوموړو خدمتونو په بدل کې یې د اټل اوه بادرۍ تر لاسه کړې دي
ارواښاد د لوړو زده کړو څخه وروسته د لومړي بلوک مشر په توگه د یوه کال لپاره په شاهی ارګ او دۇلس کاله یې د محافظ ټولي د مشر په توګه د شاه محمود خان صدراعظم په حرام سرای کې خپله دنده تر سره کړه.
بیا وروسته د پوځ قوماندان په صفت څلور کاله په قرغه، دوه کاله په قلعه جنگی، څلور کاله د پکتیا ولایت په منگلو ، دوه کاله په قندهار او څلور کاله په غزني کې د عسکري مقدسه دنده ترسره کړی ده


د خدای بښلي الله داد خان پلار مرحوم جنرال سلطان محمد خان ځدراڼ چې د ده په شان دوطن یو رښتونې او سر ښیندونکې تکړه منصبدار وه، دیرش کاله یې د افغان په ملي پوځ کې د زړه له خلاصه خدمت کړی دی.

د مرحوم پلار جنرال سلطان محمد خان د سپهسالار محمد نادرخان پاچا سره ډیری نږدی اړیکي درلودی. دا ځکه کوم وخت چې په ۱۲۹۷ لمریز هجری کال د کب په دوهمه نیټه غازی امیر آمان آلله خان پاچا د هیواد د آزادی اعلان وکړ نو سمدلاسه یې د پکتیا ولایت دوه نامتو پوځی شخصیتونو یانی جنرال سلطان محمد خان ځدراڼ او غازی بابرک خان ځدراڼ او نورو غازیانو سره مشوره وکړه او بیا یې د سپهسالار محمد نادر خان تر قوماندی لاندی د لویې پکتیا محاز مسۇلیت ور په غاړه کړ. د پکتیا په جبهه کې د حق د لاری غازیان د جنگ له ډگر څخه بریالې راوگرځیدل او دهغه وخت لوی انګریز قوت ته یې چې په قلمو کې یې لورنه ډوبیده سخته 
ماتې ورکړه

پخپله غازی آمان آلله خان په لوی سلطنتی اعزاز سره جنرال سلطان محمد خان ځدراڼ او نورغازیان ولمانځل. د غازی آمان آلله خان پاچا له خوا د ارواښاد پلار غازی سلطان محمد د آزادی په جګړه کې د نوموړې د اتلو په بدل کې اعلٰی درجه نشان، د جنرالی رتبه او مادی انعامونه ورکړه.


ارواښاد الله داد خان د خپل پلار جنرال سلطان محمد په شان د ټول افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو په لاره کې خپله برخه واخیسته. د بیلګي په ډول په ۱۹۵۴ ع کال کې د شهید سردار محمد داود صدراعظم په فوق العاده فرمان سره د ځانګړی او وتلي اعتباری استازی په صفت د غازی حاجی میرزاعلي خان (ایپي فقیر) پوځي مشاور وټاکل شو

العاده فرمان سره د ځانګړی او وتلي اعتباری استازی په صفت د غازی حاجی میرزاعلي خان (ایپي فقیر) پوځي مشاور وټاکل شو

ارواښاد د یوه کال لپاره د لری پښتونخوا د مستوبل غره په نه خوندي سیمه کې د دیورند مصنوعي کرښ د نه منلو او د خپلواکی دګټلو په لاره کې د نورو غازیانو سره څنګ په څنګ په ډیره میړانه او ملي اسلامي غورځنګ د انګریزانو او د هغوی پلویانو په مقابل کې فی سبیل الله جهاد تر سره کړ او د دغی تاریخي کارنامې په ښودلو سره یې خپله ملي او اسلامي دنده سرته ورسوله.

که څه هم خدای بښلی د عمر په اخیر وخت کې د جرمني هیواد ته مهاجر شو خو هلته یې هم د اسلام د مقدس دین دلوړو ارزښتونو په څنګ کې د افغانستان د ملي ارزښتونو، د ملي واکمنۍ ټینګښت، د خاوری بشپړتیا، ملی ژبه او ټولنیز عدالت څخه تل دفاع کوله

ارواښاد د مهاجرت په وخت کې هم د افغانستان مسلمان ولس هیر نه کړ. د بیلګي په توګه د پکتیا ولایت دښواک په ولسوالۍ کې یې په ۲۰۰۲ع کال کې یو لوی جومات د سړک په غاړه جوړ کړ چې هلته په سل ګونو ځایي خلک او مسافر هره ورځ لمنځونه ادا کوي
برسیره پردی به یې هر کال دبی وزلو، شهیدانو کورنۍ غړو او شیخانو سره مادي مرسته کوله.

دده مړینه نه یوازی د سلطانزي کورنۍ بلکه د ټولو سوله غوښتونکو ملي ولسي شخصیتونو لپاره جبران نه منونکی ضایعه ده. په تیره بیا د سلطانزي کورنۍ لپاره د ارواښاد خدمت د ښوني او روزني په لاره کې ډیر د قدر او ارزښت وړ دی. دا ځکه چې ارواښاد نه یواځی پوځي وتلی ځواکمن بلکه یو روڼفکره فرهنګي ملي شخصیت وه چې خپل زامن او لمسي یې د اسلام مقدس دین په لوړو ارزښتونو او ملي افغاني روحیه وروزل.
د ارواښاد د نوموړو ارزښتونو او دوعاو په برکت سره نن ورځ د سلطانزي په کورنۍ کې په ملي او نړیواله کچه ګڼ شځینه او نارینه طبی ډاکتران او طبعي علوم پوهان شته دي چې لوړی زده کړی ئې سرته رسولی او د شمیر پکتیا په ولایت کې ساری نه لري. برسیره پر دی هغوی هر وخت خپل گران وطن ته د خدمت په خاطر چمتو دی.

اخیر د زوړ کړم د وطن غمه
په هره دمه زما همدمه
که یو زر عمره درنه قربان کړم
دغه ویاړ دی چې تا لرمه

د ارواښاد د مړينې څخه وروسته لوی خدای (ج) ته موږلا س پورته کوو چې داسلا م مبارک د ين په رڼا کې د ده د لا ندنيو ښو کړو وړو په بد ل کې د تل لپاره ثوا ب د هغه په تله کې ور زيات کړ ي.

لومړی :- ګټور علم 

اروا ښاد د خپل ژوند په موده کې ګڼ شمير پوځي زده کوونکي په ملي او وطنپاله روحيه روزلي دي او هغوی ته يي پوهه اوګټور علم ور په برخه کړی دی

دويم:- نيک صالح اولاد 

ارواښاد د خپل ژوند په مو ده کې خپل اولا دونه دومره نيک صالح وروزل چی ديوی خوا د اسلام پاک دين ته په هر ځای کې وفادار پاتی دي او دبلې خواد ارواښاد د کورنئ څخه د شپږوتنو ډاکترانو ګټه د طبي او طبيعي پوهې په ا ړ وند ټو ل مسلما ن ولس ته ر سيږي

دريم :- صدقيه جا ريه

ارواښاد د ځدراڼو ښواک په ولسوالۍ کې يو جامع جومات جوړکړې دی چې هره ورځ هلته لمونځونه، مجلسونه، جرګې او غونډې پکې تر سره کيږي. برسيره پردې په دې جامع جومات کې خيراتونه او قربانی کيږي. څرنګه چې ددې جومات ګټه عام ولس ته شپه اوورځ رسيږي نو دا يوه داسې صدقه ده چې تل جريان لري او ثواب يې مرحوم ته رسيږي


General a.D. Ala-Dad Sultansei

geb. am 15.10.1920 in Paktia/Afghanistan, verstorben am 27.06.2004 in Lohne Sohn von General Sultan war großer Stammesführer der Paschtunen, die einen großen Anteil der afghanischen Bevölkerung, ca. 60% ausmachen und der afghanischen Tradition im Besonderen verbunden sind.

Paschtunen leben hauptsächlich im Südosten Afghanistans. General Sultan, der Vater des Verstorbenen war ein großer Stammesführer von Zadran, einer großen Provinz in Paktia.
Nach seinem Tode übernahm General Ala-Dad Sultansei die Aufgabe der Stammesführung.

Lebenslauf General a.D. Ala-Dad Sultansei
- Schulbildung
- Besuch der königlichen Militärakademie in Kabul als junger Mann zur Regierungszeit von König Zahir.
- Erlangen des Offiziergrades nach sich anschließender Ausbildung auf Offizierschulen in Indien und in der Türkei
- Oberster Führer der Militärischen königlichen Garde.
Als bekannter großartiger Militärstratege und Diplomat leistete er hervorragende Dienste besonders bei gewaltfreier Lösung innenpolitischer Krisensituationen, was ihm große Beliebtheit in der Bevölkerung einbrachte.
Trotz großer Verbundenheit mit den afghanischen Stammestraditionen setzte er sich für Fortschritt und Bildung seines Landes insbesondere seines Stammes, ein.
Von seinen 5 Kindern, 4 Jungen und 1 Mädchen haben alle (bes. auch das Mädchen – was einen großen Fortschritt zu damaliger Zeit bedeutete) Schulbildung erhalten. Alle Söhne haben eine akademische Laufbahn eingeschlagen – der Älteste im obersten Militärdienst Afghanistans, der Zweitälteste als Atomphysiker (Studium in Deutschland), der Dritte als Arzt und der Jüngste als Pharmazeut.
Er engagierte sich für die Einführung der allgemeinen Schulpflicht, insbesondere in dem bisher von Analphabetismus geprägten Paktia.
- Nach ehrenvoller Entlassung aus dem Militärdienst noch häufig Einsatz als Berater für militärische Fragen
- 1982 musste er infolge der russischen Besetzung Afghanistans ins Ausland emigrieren. Er lebte seitdem in der BRD in dem Haus seines Sohnes Dr. med. Haji Sultansei in Dinklage.
Trotz der großen Entfernung setzte er sich jederzeit für sein Land ein, pflegte die afghanische Kultur in der großen Familie mit Kindern, Enkeln, Ur- und Ururenkeln, die zum großen Teil in Deutschland leben und was Bildung und Berufe betrifft, in die Fußstapfen ihrer Eltern treten.
Als Zeichen seiner engen Verbundenheit zur afghanischen Kultur und islamischen Religion finanzierte er den Bau einer Moschee in seinem Heimatgebiet Paktia.
Nach langer Erkrankung verstarb General Ala-Dad Sultansei am 27.6.2004 im Krankenhaus Lohne. Alle seine Söhne begleiteten ihn auf seinem letzten Weg und waren auch in den letzten Stunden an seiner Seite.

Die Erfüllung seines letzten Willens, die Überführung und Bestattung in seinem Heimatort Zadran in Afghanistan wurde durch die Söhne ermöglicht.
Die Beisetzung fand am 2.7.2004 in Anwesenheit hoher Regierungsbeamter und zahlreicher Trauergäste statt.




 
Zurück zum Seiteninhalt | Zurück zum Hauptmenü