لومړۍ برخه - Sultansei

Direkt zum Seiteninhalt

Hauptmenü:

Publication لیکنی > داتوم انرژي بنسټيز فرمول


درڼاانرژي په هکله دقرآن شريف مبارک آيت
( سورت النور پنځه ديرشم آيت )





داتوم انرژي بنسټيز فرمول
(لومړۍ برخه)

:ليکوونکۍ
 پخوانۍ مسئول مشر  دهستې فزيک پوه (AAEC) دافغانستان داتوم انرژي سازمان
(پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ (جرمني


   (Albert Einstein) په 1905م کال کې يوه جرمني فزيک پوه البرت اينشټاين
ديوه  نامتو فرمول مخ وينه وکړه چې نن ورځ دغه نړيوال فرمول د کتلې او انرژي معادل فرمول په نامه سره ياديږي او داتوم بم ، هایدروجن بم ، هستوي بټۍ ، لمر، ستورواو په کيهان کی دانرژي د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي. ددې فرمول سرليک دلومړي ځل 
لپاره په  لا ندۍ ډول پیل شو
کله چې البرت اينشټاين د خاصې نسبي تيوري په هکله درياضي يوه معادله حل کوله نودخدای په امر سره يوه نا څاپه دشمېرنې په پایله کې يونوئ فرمول او يا په بل عبارت يوه معادله را پيداشوه چې نوموړي فزيک پوه په لومړي وخت کې ورباندې د نصيب فرمول  نوم   کيښود او هيڅ ارزښت يې هم ورنکړ. دغه فرمول په ډاګه کوي چې د هريوه جسم دکتلې اوانرژي تر منځ لاندنۍ اړېکي موجودې دي

E = C² m

   E تورۍ ديوه شي نسبي کتله او m تورۍ د نور سرعت، د  C په نوموړې معادله کې د   
د نوموړې کتلې ټوله انرژي معنې ورکوي  دا په دې مانا چې که د یوه شي کتله د نور سر عت په مربع سره ضرب کړو نوپه دغه کتله کې خوندي او کنګل شوې انرژي لا س ته راځي 
نوموړې معادله داسې پايله لري چې ګڼه کتله دانرژي سره معا دل ده.که څه هم نوموړي فرمول ته البرت اينشټاين دنصيب فرمول نوم ورکړۍ وو خو په هغه وخت کې عام ولس ورته د جادوګری فرمول او ساينس پوهانو له خوا د ټولې نړی فرمول ، دانرژي او کتلې د اړيکې فرمول او ددوهم نړيوال جګړې څخه وروسته هغه فرمول چې ټوله نړی يې ولړزوله نامتوشو. نوموړی فرمول په ډاګه کوي چې کتله يو ډول کنګل شوی انرژي ده او انرژي اوکتله د هرې مادې دوه غبرګونی اويوه بل ته ورته خوا ص دي. دا په دې ماناچې انرژي په کتله اوبرعکس کتله په انژي بدليدای شي. د بيلګي په ډول غواړو چی دهغې انرژي کچه وټاکو چې د یو کیلوګرام اوبو یا یو کيلو ګرام ډبرې او يا يو کيلو ګرام خاورې څخه لا س ته راځي په دې شر ط چې دنوموړو شيانو ټول اتومونه يانې سل په سلو کې د پاس فرمول له مخې په انرژي واړول شي. ددی مقصد لپاره د اينشټا ين دفرمول سره سم دنورسرعت يعنې درې سوه زره کیلو متره په يوه ثا نيه کې مربع کوواوبيا يې د يو کيلوګرام سره ضرب کوو او په پايله کې پنځه ويشت مليارده کيلوواټ ساعت انرژي لا س ته راځي چې په لاندې ډول يې ليکو










 
 
Zurück zum Seiteninhalt | Zurück zum Hauptmenü