سرطان او د چاپېريال راد یواکتـیویتـي - Sultansei

Direkt zum Seiteninhalt

Hauptmenü:



‍ سرطان او د چاپېريال راد یواکتـیویتـي 

Cancer and environmental radioactivity

:دلیکوالانولومړنۍ خبرې اود کتاب ځانگړتیاوې

 دا یو څرگند حقیقت دی  چې نن ورځ اتومي فېزیک دهر  هېوادپه پرمختگ،پوځي برتیا، صنعت او په تکنالوژي کې ډېرغوره رول لوبوي. دبلې خوا داتومي فېزیک څخه د طبیعي علوموپه  
.نوروڅانگو کې هم په پراخه کچه گټه پورته کيږي

په لومړي شکل کې داتومي فېزیک بنسټیز رول ، دژوندانه په نورومسلکي څانگو کې ښوول شوی دی .د کتاب ځانگړتیا په دې کې لیدل کیږي، چې داتومي فېزیک څخه دطبیعي علوموپه  نوروڅانگو،لکه رادیوبیولوژي او طب کې د گټې اخیستلووتلې تگلارې بیان شوې دي. دنوموړې موخې لپاره، دکتاب ټول متن په درېیو برخو ویشل شوئ دی . لومړۍ برخه داتومي فېزیک په بنسټیزوطبیعي قوانینوپيل کیږي، تر څولوستونکی په اسانی سره وکولای شي، چې دکتاب په پاتې برخوکې په فېزیکي کړنلاروپوه شي. دکتاب په دویمه برخه کې په حجره،خو په تېره بیا په ډي اين اې باندې د ایونایزوونکو وړانگوبیالوژيکي اغېزې تر څېړنې نیول شوې دي. دکتاب په وروستۍ برخه کې د سرطان ناروغۍ پيژندنې اودرملنې  په هکله بنسټیزمالومات وړاندې شوي ، چې  دطب پوهنځی زده کوونکواو هم عام وگړو ته ډیرگټوردي. د کتاب نورې ځانگړتیاوې په لاندې ډول دي

 څرنگه چې په هېواد کې په پښتو ژبه داتومي فېزیک، رادیو بیولوژي اود طب په څانگو کې، په لوړه پوهنتوني کچه لا تر اوسه ډیرلږکتابونه لیکل شوي دي، ددې کتاب لیکوالو،خپله ملي او اسلامي دنده وگڼله، چې نوموړې نیمگړتیا په پام کې ونیسي او تر خپله وسه يې پوره کړي. دا کتاب ، دفېزیک ، بیالوژي او طب پوهنځی استادانواو د نوموړوڅانگوهغو زده کوونکولپاره چې په لوړو سېمېسترونوکې، په زده کړه بوخت دي ، خورا گټور دی . داځکه چې په کتاب کې دنوموړوطبیعي علومو څانگوتر منځ اړیکې اوپه عملي څیړنوکې دهغوی گتوراستعمال ښوول شوی دی

ترخپله وسه هڅه شوې چې دعاموخلکواو ولس دپوهيدلولپاره دروغتيا په تړاودايونايزوونکو وړانگوناوړه اغېزې اومالومات په ساده، روانه او دعام ولس په ژبه او جملوباندې و ليکل شي
دکارپوهانو لپاره دايونايز وونکو وړانگو فېزيکي، بيالوژيکي او دروغتيا په تړاو ناوړه اغېزو په هکله  لږ څه ژورڅیړنیزاوپوهنیز مالومات وړاندې شوی  دی تر څود پوهنتون په کچه زده کوونکي هم ورڅخه گټه واخلي
 نوموړې کړنلاره زموږ په اند ځکه ضرور ده چې په راديو  اکتیوموادو ککړ شوي چاپېریال ناوړه اغېزوپه تړاو خبريدل او پوهيدل نه يوازې د ساينس پوهانو بلکه دعامو خلکولپاره هم په زړه پورې موضوع او مسئله ده.  ددې لپاره چې نوموړې ټولې موخې سره يوځای شي، نوددې کتاب متن په يوه نوي  سبک سره وليکل شوچې لوستونکي کولای شي دهر يوه څپرکي څخه پيل وکړي
*****************************************************************************************
په لوموړی برخه کې دواحدونونړیوال سېستم، دهستوي (ککيز) فېزیک اصطلاحونه او دهستوي فېزیک په هکله بنسټیز مالومات راټول شویدی چې دپوهنتون هغو زده کوونکو لپاره چې دفېزیک په څانگه کې په زده کړه بوخت دي  ډیر گټورگڼل کيږي

په دویمه برخه کې په چاپېريال باندې دا يونايزوونکو وړانگوفېزيکي، کيمياوي او بيالوژيکي ناوړه اغېزې تر څیړنې لاندې نیول شوې دي او په ککړشوي چاپېریال کې دنوموړووړانگوداندازه کولوپه موخه هر اړخیزې بیالوژیکي او فېزیکي کړنلارې بیان شوې دي

دکتاب په وروستۍ برخه کې  په بیالوژيکي، کیمیاوي اورادیواکتیو موادودچاپېریال ککړتوب اودعام ولس روغتیا ته دنوموړو موادوخطرترڅیړنې لاندې نیول شوی  دی . په دې اړوندد رياضي موډلونواو اپيدیميولوژي څیړنو په بنسټ په راتلونکي وخت کې د سرطان ناروغيود منځ ته راتلو وړاند ویېنه ترسره شوې ده

دکتاب په پای کې داسې وړاندیز شوی دی چې د افغانستان مسلکي کارپوهان اوچارواکي دنړیوالې اتومي انرژۍ سازمان څخه په کلکه غوښتنه وکړي چې ژر ترژره د١٩٥٩ م کال اتوم قانون  په بنسټ په رادیو اکتیو موادو ککړشوې سیمې او چاپېریال لکه د ځمکې پرمخ خاوره، نباتات، ځنگلونه ، خوراکي مواد، دڅښلو اوبه اود اوسیدونکوپه وينه او ادرار کې درادیو اکتیوايزوټوپوپلټنه اوپيژندنه د مخصوصوآلاتوپه مرسته سره تر سره کړي

ليکوالانوتر خپله وسه هڅه وکړه چې په لوېديزه نړۍ کې داسې مسلکي کارپوهان پيدا کړي، چې د طب او هم دفېزيک په څانگوکې بشپړ مالومات ولري او ددې کتاب هراړخيزې ناسمی را په گوته کړي. خو په خواشينی سره باید ووايوچې موږ دنوموړې موخې لپاره څوک پیدا نه کړای شو. که په اثرکې مسلکي او یادپښتو ژبې ليکي پوهې په تړاونیمگړتیا لیدل کیږي، هیله ده چې لوستونکي به دپراخ نظرڅخه کارواخلي اودسمون په موخه به د ليکوالانوسره اړیکې ونیسي. لیکوالان دښه نیت هرمثبت نظراووړاندیز ته په درنه سترگه گوري اوهرکلی ورته وايي اوودې شي چې په راتلونکوچاپونوکې ورته پاملرنه وشي


نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ او ملگري لیکوالان

 داپریل میاشت،  ٢٠٠٧  م کال
دجرمني هېواد




 
Zurück zum Seiteninhalt | Zurück zum Hauptmenü